د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د یوه مدني فعال مړی کورنۍ ته سپارلی دی


د ناصر خالد کورنۍ وايي، هغه درې ورځې مخکې نیول شوی وو او طالبانو یې د فبرورۍ پر اتمه مړی وروسپاره.
د ناصر خالد کورنۍ وايي، هغه درې ورځې مخکې نیول شوی وو او طالبانو یې د فبرورۍ پر اتمه مړی وروسپاره.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو په کابل کې د یو مدني فعال تر نیول کېدو درې ورځې وروسته د هغه جسد کورنۍ ته سپارلی دی.

د جرمني خبري اژانس د فبرورۍ پر اتمه لیکلي دي چې وژل شوی کس ناصر خالد نومېده چې ارواپوه او مدني فعال وو. د نوموړي ورور خوشال نبي زاده چې په پخواني جمهوري نظام کې د کابل د عامې روغتیا مشر وو، اژانس ته ویلي دي چې ورور یې طالبانو نیولی او د فبرورۍ پر اتمه یې مړی وروسپاره.

نوموړي پر ټوېټر په بیان کې هم دا خبره کړې ده او زیاتوي چې کورنۍ ته یې د خالد د نیولو دلایل نه ول ښوول شوي.

د جرمني خبري اژانس دا نه دي ویلي چې خالد ولې نیول شوی او چا او څنګه وژلی دی.

د طالبانو حکومت هم لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو کې د کابل پوهنتون استاد اسماعیل مشعل او لیکوال زکریا اصولي هم نیولي خو معلومه نه ده چې هغوی چېرې او په څه ډول شرایطو کې ساتل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG