ټاکل شوې چې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د کرکټ د اتم پړاو سیالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه په ملتان کې پیل شي.
پي اېس اېل د فبرورۍ پر ۱۲مه په بیان کې لیکلي دي چې د ملتان په لوبغالي کې به لومړۍ سیالي د ملتان سلطانز او لاهور قلندرز لوبډلو ترمینځ کېږي.
پي اېس اېل تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۱مه د اتلولۍ رسمي ترانه هم پر ټوېټر خپره کړې وه.
د پي اېس اېل د اتم پړاو سیالۍ به د مارچ تر ۱۹مې پورې روانې وي.
د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلیډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.
د ۲۰۲۲ز کال د اتلولۍ په پایلوبه کې لاهور قلندرز، ملتان سلطانز لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.
د پي اېس اېل د اتم پړاو لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.