د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووريزه کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې پېښور زلمي کراچي کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه.
په کراچۍ کې د فبرورۍ پر ۱۴مه په سیالۍ کې پېښور زلمي لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۹ منډې جوړې کړې.
په ځواب کې کراچي کېنګز لوبډلې په ۲۰ اوورونو کې د پينځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۷ منډې جوړې کړې او لوبه يې په دوو منډو بايله.
د سیالۍ غوره لوبغاړی د پېښور زلمي ټام کوهلر کېډمور شو چې پر ۵۰ توپونو يې ۹۲ منډې جوړې کړې.
د پي اېس اېل روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.
ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۱۵مه په ملتان کې د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نیمو او د کابل پر اووه بجو د ملتان سلطانز او کوټه ګلیډيېټرز لوبډلې یو بل ته مخامخ شي.
د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.
د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.