د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووريزه کرکټ اتم پړاو سیاليو په لړ کې ملتان سلطانز لوبډلې کوټه ګلیډیېټرز ته په نهو وېکټو ماتې ورکړه.
د ملتان په کرکټ لوبغالي کې د فبرورۍ پر ۱۵مه په سیالۍ کې کوټې ګلیډیېټرز لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ، خو له پیله یې د لوبغاړو سوځېدل پیل شول. هغه لوبډله د ۱۹م اوور تر پای پورې د ۱۱۰ منډو په جوړولو وتوانېده او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل. د کوټې ګلیډيېټرز جېسن رایې ۲۷ او محمد حسنین ۲۲ منډې جوړې کړې.
د ملتان سلطانز لوبډلې احسان الله پینځه لوبغاړي وسوځول او ثمین ګل، عباس اپرېدي دوه، دوه او عثمان میر یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې ملتان سلطانز د ۱۱۱ منډو ټاکلی هدف، د یو لوبغاړي په زیان، په ۱۴م اوور کې پوره کړ. د هغې لوبډلې رېلي روسو ۷۸ او محمد رضوان ۲۸ منډې وکړې.
د فبرورۍ پر ۱۶مه د پي اېس اېل سیالیو په لړ کې کراچي کېنګز او اسلام اباد یونایټېډ یو بل ته مخامخېږي. ټاکل شوې چې په کراچۍ کې هغه سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شي.
د پي اېس اېل روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.
د ۲۰ اووریزه کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.
د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.