د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مالیې وزیر د ۱۷۰ اربه روپيو مالیو لګولو بوديجه وړاندې کړې ده


اسحاق ډار قامي اسمبلۍ ته وویل چې حکومت د شیانو د خرڅلاو ټیکس یو فیصد لوړول غواړي - پخوانی انځور.
اسحاق ډار قامي اسمبلۍ ته وویل چې حکومت د شیانو د خرڅلاو ټیکس یو فیصد لوړول غواړي - پخوانی انځور.

د پاکستان مالیې وزير اسحاق ډار پارلېمان ته د اضافي بجټ یا بوديجې مسوده وړاندې کړی چې پکې د ۱۷۰ اربه روپيو د نویو مالیو يا ټیکسونو لګولو وړاندیز شوی دی.

نوموړي د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه قامي اسمبلۍ ته په خپله وينا کې وويل چې حکومت د توکيو د خرڅلاو عمومي مالیه (جنرل سېلز ټيکس) له ۱۷څخه ۱۸ فيصده ته د زیاتولو وړاندیز کوي. هغه زیاته کړه چې حکومت هڅه کوي چې پر هغو شیانو نوې مالیې لګوي چې بېوزله او د منځنۍ طبقې یا قشر خلک اغېزمن نه کړي او د ده په خبره، همدا لامل دی چې د ورځني ژوند د استعمال د شيانو مالیه یې نه ده لوړه کړې.

تر دې وړاندې وفاقي کابینې هم پر بېلابېلو توکیو د نویو ټېکسونو لګولو منظوري ورکړې وه. اسحاق ډار د فبرورۍ پر ۱۰مه نېټه ويلي ول چې د ۱۷۰ اربه روپيو نوې ماليې ځکه لګوي چې د ده په خبره، د پیسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) څخه د ۱.۲ اربه امريکايي ډالرو پور ترلاسه کړي.

حکومت د اضافي بودیجې قانوني مسودې ته د ۲۰۲۳ز مالي کال اضافي مالیاتي بېل نوم ورکړی دی. د بېل په اړه د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه د وزیراعظم له دفتره په بیان کې ويل شوي چې د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي اسحاق ډار ته مشوره ورکړې چې د نویو ټیکسونو لګولو په اړه دې پارلېمان په اعتماد کې واخلي.

ډار تر قامي اسمبلۍ وروسته د اضافي بودیجې مسوده سېنېټ ته هم وړاندې کړه.

په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې مخالفه ګوندونو د اضافي بودیجې د مسودې مخالفت وکړ چې له کبله یې غونډې د فبرورۍ تر ۱۷مې وځنډېدې.

بل خوا د مخالفه ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان د فبرورۍ پر ۱۵مه نېټه خپلو پلویانو ته په وينا کې پر اضافي بجټ نيوکې وکړي او ويلي يې دي چې ورسره به په هېواد کې ګراني او بېکاري لا زياته شي.

په پاکستان کې مالي کال د جولای له لومړۍ پیلېږي او د جون تر پایه روان وي. حکومت عموماً په مې یا جون کې د نوي مالي کال بودیجه وړاندې کوي خو په وروستیو کلونو کې یې د اقتصادي مشکلاتو له کبله تر وخت مخکې اضافي بودیجې هم منظورې کړې دي چې له لارې یې نورې مالیې لګولې دي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

اسلام اباد د بهرنیو پیسو د زېرمو کمښت ته په کتو د یوشمېر شیانو پر درامد بندیز لګولی دی ځکه چې نړیوال کاروبارونه په امریکايي ډالرو، یورو او یوشمېر نورو نړیوالو پیسو کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG