د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین او ایران پر طالبانو غږ کړی چې پر مېرمنو لګول شوي بندیزونه دې لیرې کړي


ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي په بیجنګ کې د خپل سیال شي جېنپېنګ سره د لیدلو پر مهال.
ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي په بیجنګ کې د خپل سیال شي جېنپېنګ سره د لیدلو پر مهال.

چین او ایران په خپل ګډ ګاونډي هېواد افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی دی چې د ښځو او نجونو پر کار او تعلیم محدودیتونه لیرې کړي.

دا غوښتنه دواړو هېوادونو پرون (د فبرورۍ پر ۱۶مه) بیجنګ ته د ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي د سفر په پای کې په ګډه اعلامیه کې کړې ده.

د پام وړ ده چې دا غوښتنه د ایران سختدریځه شیعه رژیم پر داسې مهال کړې ده چې خپله له میاشتو راهیسې د هغو مظاهرو له چیلېنج سره مخامخ دی چې د پولیسو په حراست کې د یوې ځوانې نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې دي. د ګشت ارشاد په نوم پولیسو هغه تېر کال په سېپټېمبر کې د حجاب قانون سرغړونې په تور نیولې وه.

د طالبانو حکومت د تهران او بیجنګ د ګډې اعلامیې په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی دی چې د نجونو د تعلیم په اړه یوه تګلاره جوړوي او د ((شریعت په چوکاټ)) کې د ښځو حقونو ته ژمن دی خو د هغه چوکاټ وضاحت نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG