د لاسرسي ځای

تازه خبر

زیلېنسکي پر لویدیځ غږ کړی چې د وسلو لېږدول دې ګړندي کړي


زیلېنسکي ویلي، اوکراین به د پوتین وروستی تمځای نه وي.
زیلېنسکي ویلي، اوکراین به د پوتین وروستی تمځای نه وي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د کیېف پر لوېدیځو متحدینو یو ځل بیا غږ کړی چې اوکراین ته د وسلو او نورو سامانونو چټک انتقال دې جاری وساتي او روسیې ته باید اجازه ورنکړل شي چې د یرغل لپاره وخت واخلي.

هغه وويل دا ځکه چې اوکرایني ځواکونو په ختیځ کې د لومړۍ کرښې په اوږدو کې ګڼ بریدونه کړي دي.

زیلینسکي د فبرورۍ په ۱۷مه مونیخ امنیتي کنفرانس ته د ویډیویي لینک له لارې وویل "موږ باید چټکتیا نه کار واخلو . موږ سرعت ته اړتیا لرو ، زموږ د موافقتنامې سرعت، د سپارلو یا رسد سرعت او په پریکړو کې داسې سرعت چې د روسیې وړتیا محدوده کړي.

زيلېنسکي وويل چې لویدیځ هیوادونه دا مهال اوکراین ته د ټانکونو د سپارلو په اړه لانجه لري.

بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د ګاونډي مالدووا د نیولو پر لارو چارو غور کوي.

زیلېنسکي وویل، دا څرګنده ده چې اوکراین به د پوتین وروستی تمځای نه وي. هغه به د نورو ټولو هیوادونو په شمول هغو هيوادونو ته هم حرکت کوي چې یو وخت کې د شوروي بلاک برخه وه.

XS
SM
MD
LG