کییف د فبرورۍ پر ۲۰مه ويلي چې د روسيې ځواکونو د اوکراین په ختیزو او جنوبي سیمو کې پوځي پوستې او استوګنځايونه بې توپیره توګه په نښه کړي دي.
د اوکراین د پوځ لوی درستيز په خپل ورځني راپور کې ویلي، روس په ختیز لوهانسک او دونیڅک او همدارنګه په جنوبي زاپوریژیا سيمو کې ۱۰ توغندي توغولي او ۲۵ هوايي بریدونه يې کړي دي. د راپور له مخې د دې ترڅنګ د جګړې په لومړۍ کرښه يې د راکټ لانچرو ۶۲ بریدونه هم ثبت کړي دي.
د اوکراين پوځ زیاته کړې چې "دښمن" خپلو اصلي هڅو ته په کوپیانڅک، لیمان، باخموت، اودیویکا او شختر سیمو کې تعرضي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. دوی د نورتفصل ورکولو پرته وويل چې په دې بریدونو کې ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
بل خوا ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي د دونیڅک سیمې په مهمو لانجمنو سيمو کې په شخړو کې د روسیې پوځ ته رسېدلې مرګژوبله زیاته بللې ده.