د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکايي ولسمشر په ناڅاپي سفر اوکراین ته رسېدلی دی


د اوکراین د ولسمشر له دفتره خپور شوي انځور کې ښکاري چې جوبایډن او زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۰ په کييف کې ملاقات کوي.
د اوکراین د ولسمشر له دفتره خپور شوي انځور کې ښکاري چې جوبایډن او زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۰ په کييف کې ملاقات کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پولېنډ ته پر لاره ناڅاپه کییف ته تللی دی.

د بایډن او د اوکرايني ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د لیدنې عکسونه د فبرورۍ پر۲۰مه په ټولنيزو رسنیو خپاره شوي دي چې پکې دواړه مشران د اوکراین په پلازمینه کې ملاقات کوي.

دا د ډېسېمبر له نیمایي راهیسې د دواړو مشرانو ترمينځ دوېیمه لېدنه ده. تر دې وړاندې چې کله زېلېنسکي د روسيې د یرغل په ترڅ کې د امریکا د دوامدار ملاتړ د ډاډ ترلاسه کولو لپاره واشنګټن ته تلللې وو.

ټاکل شوې ده چې بایډن د فبرورۍ نن (فبرورۍ۲۰مه) پولېنډ ته ولاړ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG