د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپایي ټولنه وايي، د طالبانو واکمنۍد ښځو او نجونو ژوند ډېر خراب کړی


د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو دا څرکندونې د فبرورۍ پر ۲۰مه په برسلز کې د بهرنیو اړیکو شورا له غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې کړې دي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو دا څرکندونې د فبرورۍ پر ۲۰مه په برسلز کې د بهرنیو اړیکو شورا له غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې کړې دي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو ژوند ډېر خراب شوی دی.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو دا څرکندونې د فبرورۍ پر ۲۰مه په برسلز کې د بهرنیو اړیکو شورا له غونډې وروسته یوه ګډه خبرپاڼه کې کړې دي.

دوی ویلي دي چې د افغانستان ښځې په تدریجي ډول له عامه ځایونو، ښوونځیو، پوهنتونونو او کارځایونو څخه اېستل کېږي او مجبورېږي چې پر کور کښېني.

طالبان تل ادعا کوي چې ښځو ته یې د اسلامي اصولو له مخې حقونه ورکړي دي، خو پر دوی د نړیوالو له خوا نیوکه کیږي چې د ښځو لومړني حقونه یې نقص کړي دي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې د نجونو منځني ښوونځي او لیسې بندې وې.

خو د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲م کال د دېسېمبر په پای کې لومړی د نجونو پوهنتونونه بند کړل او بیا یې اعلان وکړ چې ښځې به په کورنیو او بهرنیو موسسو کې کار هم نه کوي.‌

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG