د امريکا ولسمشر جو بايډن یو ځل بیا هوډ ښوولی چې امریکا او ناټو به د روسیې پرضد په جګړه کې له اوکراین سره "کلک ولاړ" وي.
ولسمشر بایډن دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۲۱مه د پولېنډ پلازمېنې وارسا په شاهي کلا کې خلکو ته په وینا کې کړې دي.
نوموړي وويل، "نړۍ د کيېف سقوط ته تياره وه خو کيېف مضبوط ،جګ او له وياړ سره ولاړ دی او تر ټولو مهمه دا چې ازاد ولاړ دی."
بایډن زياته کړه چې روسيه به کله هم پر اوکراين بريا ترلاسه نه کړي.
د پولینډ ولسمشر اندرې دودا له هغو کسانو دی چې تر ټولو زيات په څرګند ډول د اوکراين د ملاتړ لپاره غږ پورته کوي.
نوموړي د فبرورۍ پر ۲۱مه ټينګار وکړ چې ټول اروپايي او په ناټو کې شریک هېوادونه دې له اوکراين سره يووالی وښيي او پوځي مرسته دې ورسره وکړي.
تر دې مخکې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د يوې اوږدې وینا په ترڅ کې ادعا وکړه چې "د روسیې وجود ته د لویدیځ له خوا خطر" دی.
نوموړي د روسیې وفاقي جرګې ته په وينا کې "د اوکراين او نورو مسلو په اړه خپلې پخوانۍ او زیاتره پر درواغو ولاړه بیانیه تکرار کړه او پر لویدیځ يې خپله غصه څرګنده کړه."
ولسمشر پوتین زیاته کړه، " دا هغوی ول چې جګړه يې پیل کړه او موږ يې د ختمولو لپاره قوت کاروو."
دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراين د روسیې د يرغل يو کال پوره کېږي.