د جنوبي وزیرستان د رغزۍ سیمې اوسېدونکو د انټرنېټ او بجلۍ نشتوالي پرضد پرلت ته پر شپږمه ورځ هم دوام ورکړی دی.
د پرلت یو ګډونوال ارشد خان د فبرورۍ پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې تر اوسه ورسره د ضلعي انتظامیې یو چارواکی هم لېدو ته نه دی ورغلی. "زموږ غوښتنې د [موبایل ټېلېفون] انټرنېټ بحالول، رغزي بازار ته [تېز انټرنېټ] ورکول او کومو علاقو ته چې بجلي منظور شوې ده، پر هغې کار مکملول او بحالول دي."
ده وویل چې که چارواکي ورسره خبرو ته ورنغلل نو دوی به د انګور اډې لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړي.
پرلتوال وايي چې ۳۱ کلیو ته شاوخوا دوه کاله وړاندې د بجلۍ ورکړه منظوره شوې ده خو تر اوسه چارې سر ته نه دي رسېدلې.
بلخوا د کوز جنوبي وزیرستان ډېپټي کمېشنر محمد ناصر خان مشال راډیو ته وویل چې له پرلتوالو سره یې د جرګې لپاره تحصیلدار او سیاسي استازي لېږدولي دي او هیله لري چې د احتجاجیانو غوښتنې به ژر پوره شي.