د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي ځواکونو یې د روسیې ګڼ بریدونه په شا تمبولي


یو اوکراینی سرتېری په دونېڅک کې په ټانک کې سپور دی - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.
یو اوکراینی سرتېری په دونېڅک کې په ټانک کې سپور دی - د فبرورۍ ۲۲مې انځور.

په کییف کې چارواکو ویلي چې اوکراینیو ځواکونو د فبرورۍ پر ۲۲مه په ختیځو سیمو دونېڅک او لوهانسک کې د روسیې "ګڼې حملې ناکامه" کړې دي.

اوکراینیو چارواکو دا خبره د فبرورۍ پر ۲۳مه پر داسې مهال کړې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر هغه هېواد د روسیې د یرغل کال پوره کېږي.

د اوکراین د پوځ یو مشر په خپله ورځنۍ خبرتیا کې وویل چې روسیې د دونېڅک په بخموت، لایمن، افدیېفکا او شختارسک سیمو په ګډون د خارکیف په کوپیانسک سیمه کې د توپخانو بریدونه پیل کړي دي.

د پوځ مشر وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین پوځ په دونېڅک سیمه کې له پینځو خواوو د روسیو ځواکونو شاوخوا ۹۰ بریدونه په شا تمبولي دي.

XS
SM
MD
LG