د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیسو په لکي مروت کې د ۶ مشکوکو وسلوالو د وژلو ادعا کړې


د خیبر پښتونخوا لکي مروت په نقشه کې - انځور له ارشیفه
د خیبر پښتونخوا لکي مروت په نقشه کې - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې پولیس وايي چې د ډاډیوالې تاڼې په شاوخوا کې یې په عملیاتو کې شپږ مشکوک وسلوال وژلي دي.

پولیسو د فبرورۍ پر ۲۳مه په یوه بیان کې وویل چې وژل شوي وسلوال پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو په "بریدونو او د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ" ول.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې هغه کسان د کومې وسلوالې ډلې غړي ول.

بیان زیاتوي، د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې وسلوالو په لکي مروت کې پولیسو پر ګاډي حمله کړې وه چې پکې شپږ سرتېري وژل شوي ول.

پولیسو په لکي مروت کې د وسلوالو د وژنې خبر پر داسې مهال ورکړی دی چې په خیبر پښتونخوا کې له تېر اوړي راهیسې ناامني زیاته شوې او حکومت وايي د وسلوالو ضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

تر دې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم امنیتي ځواکونو او پولیسو په لکي مروت کې د وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه. د پوځ د عامه اړیکو ادارې د فبرورۍ پر اتمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي ول چې په لکي مروت کې یې د عملیاتو پر مهال د ناقانونه وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان ۱۲ غړي وژلي دي.

د لکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې هغه عملیات "پوځ او پولیس په شریکه" کړي ول.

نوموړي د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې عملیات د جنورۍ د ۲۶ مې نېټې راهیسې روان ول.

XS
SM
MD
LG