د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وسلوالو یو ولسي مشر وژلی دی


پولیس وايي، پر ولسي مشر برید د میرامشا او مرسیخېلو ترمینځ پر سړک شوی دی.
پولیس وايي، پر ولسي مشر برید د میرامشا او مرسیخېلو ترمینځ پر سړک شوی دی.

د شمالي وزیرستان په میرامشا کې وسلوالو یو نومیالی ولسي مشر ملک ریمال خان وژلی دی.

د میرامشا تاڼې یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل، خان د فبرورۍ پر ۲۴مه له میرامشا ښاره له خپل زوی سره خپل کلي مرسيخېلو ته روان وو چې پر بایپاس سړک ورباندې وسلوالو برید وکړ.

دی وايي، ملک ریمال خان په حمله کې ووژل شو او زوی یې "سخت ژوبل" شو چې حالت یې خراب دی.

نوموړی د سیمې لوی کاروباري او د بوراخېلو قومي مشر وو.

دا په شمالي وزیرستان کې په ۲۴ ساعتونو کې دویم هدفي برید وو. تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۲۳مه وسلوالو په میرلي کې د سیمې یو اوسېدونکی ایاز مسیح وژلی دی.

پولیسو د فبرورۍ پر ۲۳مه په بیان کې وویل پېښه د پنجشنبې (زیارت) پر ماښام په عیدک بازار کې شوې ده.

بیان وايي، ایاز مسیح له کوره بازار ته روان وو چې ورباندې پټ مخیو وسلواالو حمله وکړه.

پولیس وايي، د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي خو د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

له تازه پېښو سره په شمالي وزیرستان کې سږ کال د هدفي حملو شمېر اووه ته ورسېد.

عیسویان له لسیزو راهیسې د شمالي وزیرستان د میرامشا په سېول کالونۍ کې اوسي.

د عیسویانو د ټولنې یو ځايي مشر خالد اقبال د فبرورۍ پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، له تېرو شاوخوا ۸۰ کلونو راهیسې هلته سوله ییز ژوند کوي خو روانې ناامنۍ اندېښمن کړي دي.

دی وايي، ایاز مسیح د ګاډو مستري وو او په عیدک بازار کې یې کار کاوه.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۸مه هم په میرلي بازار کې په وسلوال برید کې یو ځايي وګړی رحیم الله وژل شوی وو.

داراز، د فبرورۍ پر ۱۷مه هم وسلوالو د میرلي په حکیم خېلو کې د کرکټ یو ځايي لوبغاړی پیر قاسم شاه په هدفي برید کې وژلی وو.

پولیس او د سیمې اوسېدونکي وايي چې شاه له خپلې لوبډلې سره عیدک ته د کرکټ سیالۍ لپاره روان وو چې له تورو ښیښو لرونکي ګاډي څخه ورباندې وسلوالو ډزې وکړې او و یې واژه.

د هغو دواړو حملو ذمه واري هم چا نه وه منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG