د فوټبال نړیوال فېډرېشن له خوا په بیلابیلو برخو کې د ۲۰۲۲ز کال د فوټبال په نارینه او ښځینه لوبغاړو کې جایزې ويشلي چې پکې ليونل مېسي د کال د غوره فوټبالر جایزه ګټلې ده.
له مېسي سره د جایزې لپاره د کریم بینزیما او ګیلیان اېمباپې په څېر نور مشهور لوبغاړي هم نوماندان ول.
د فبرورۍپه ۲۷مه نېټه د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د فیفا په کوربتوب غوره لوبغاړو او روزونکو ته دجایزو د ورکړې ترڅنګ په ځینو نورو برخو کې هم جایزې وویشل شوې.
په دې جایزو کې د کال د غوره نارینه فوټبالر جایزه ارجنټایني ليونل مېسي او د ښځینه فوټبالرې جایزه هسپانوۍ الېکسیا پوټېلس وګټله.مېسي په ۲۰۱۹ کال کې هم دا جایزه ګټلې وه.
دغه راز د غوره ګول ساتونکي جایزه هم د ارجنټاین هېواد لوبغاړي ایمیلیانو مارټینز او د ښځینه ګول ګیپرې اېوارډ بیا انګلستانۍ مريارپس ته ورکړل شوه.
همدارنګه په دې جایزو کې غوره روزونکو ته هم جایزې ورکړل شوې، د ارجنټاین هېواد اوسېدونکي ليونل سکولوني د نارینو او انګلستانۍسرینا وېګمن د ښځینو په برخه کې جایزې وګټلې.
د لوبو د اصولو د مراعتونکي لوبغاړي په توګه بیا د جورجیا لوبغاړي لوکا لوکوشویلي ته جایزه ورکړل شوه.