د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي پر بخموت د روسیو ځواکونو بریدونه زیات شوي دي


اوکرایني سرتېري په بخموت کې په مورچه کې ناست دي - د فبرورۍ ۲۵مې انځور.
اوکرایني سرتېري په بخموت کې په مورچه کې ناست دي - د فبرورۍ ۲۵مې انځور.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي وايي، د دونېڅک سیمې په بخموت کې د روسیې د بریدونو زیاتېدو له کبله حالات په تېزۍ "سختېږي."

نوموړي د فبرورۍ پر ۲۸مه وویل، روسي ځواکونه په پرله پسې ډول هغه ټول وسایل تباه کوي چې اوکرایني ځواکونه یې د ځان ساتنې او دفاع لپاره کاروي.

روسي ځواکونه هڅه کوي چې د بخموت په محاصره کولو د اوکراینیو ځواکونو پر مخ د شیانو او سرتېرو د لېږد لارې وتړي. همدا لامل دی چې په هغه ښار کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې جګړه دوام لري.

زېلېنسکي د فبرورۍ پر ۲۸مه په خپله شپنۍ وینا کې ویلي، هغه سرتېري چې د بخموت ښار دفاع کوي، د اوکراین "اصلي اتلان" دي.

نوموړي یو ځل بیا د کییف پر لویدیزو ملګرو غږ وکړ چې اوکراین ته دې جنګي الوتکې ورکړي چې د روسیې پر وړاندې د دفاع لپاره ورڅخه کار واخیستای شي.

پر اوکراین د روسیې د "بې له پارونې" یرغل یو کال واوښت خو هلته جګړه دوام لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG