د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور های کورټ د قامي اسمبلۍ لپاره ضمني انتخابات وځنډول


پېښور های کورټ
پېښور های کورټ

د پېښور های کورټ په خیبر پښتونخوا کې د مارچ پر ۱۶مه او ۱۹مه د قامي اسمبلۍ لپاره کېدونکي ضمني انتخابات ځنډولې دي.

د عدالت دوه کسیزه بېنچ دغه خبره نن د مارچ پر دریمه پر یو درخواست د فیصلې پر وخت کړې ده، په دغه درخواست کې د ضمني انتخاباتو د نېټې د ځنډولو خواست شوی وو.

تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا نه د قامي اسمبلۍ پر ۲۴ چوکیو ضمني انتخابات د مارچ پر ۱۶مه او ۱۹مه اعلان شوي ول.

د انتخاباتو کمېشن دا اعلان هم کړی وو چې د قامي اسمبلۍ په ۳۳ چوکیو به د مارچ پر ۱۶مه ضمني ټاکنې کیږي، چې پکې اته چوکۍ د خیبرپښتونخوا دي او د مارچ په ۱۹مه یې د هغه صوبې په ۱۶ چوکیو ضمني ټاکنې اعلان کړې وې.

دا چوکۍ له هغه وروسته خالي شوې چې د قامي اسمبلۍ سپېکر د تحريک انصاف د ۷۹ غړيو استعفاوې ومنلې. دوی دغه استعفاوې تیر کال ورکړې وي. په ايتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو په دې ضمني ټاکنو کې له ګډونه انکار کړی خو تحريک انصاف ويلي چې په دې ضمني انتخاباتو کې برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG