د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې چین ته خبرداری ورکړی چې روسیې ته وسلې ورنکړي


د بیلجیم په پلازمېنه برسلز کې د اروپايي پارلمان غونډه. (انځور: ارشیف)
د بیلجیم په پلازمېنه برسلز کې د اروپايي پارلمان غونډه. (انځور: ارشیف)

يو اروپايي چارواکي چين ته خبرداری ورکړی دی چې که تر سره کرښه تېر شي او روسيې ته وسلې ورکړي نو له بنديزونه سره به مخامخ شي.

رويټرز خبري اژانس وايي د اروپايي اتحاديې يو مشر چارواکي د مارچ پر دريمه ویلي چې که چین روسیې ته وسلې ورکړي‌ نو " دا به بيخي تر سره کرښه تېرېدل وي."

د ده په خبره اروپايي اتحاديه به د دې په ځواب کې پر چين بنديزونه لګوي.

دا څرګندونې پر داسې وخت مخې ته راغلې دي چې تر دې يوه ورځ مخکې د جرمني وزیراعظم اولاف شولڅ ماسکو ته د داسې مرستو ورکولو خلاف چین ته خبرداری ورکړی وو.

د جرمني وزيراعظم خپل پارلېمان ته په وينا کې وويل، "يرغلګرې روسیې ته هېڅ ډول وسله مه ورکوئ."

بلخوا چين وايي روسیې ته د وسلو ورکول هېڅ اراده نه لري. دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د روسیې د یرغل یو کال پوره شوی خو لا هم جګړه روانه ده.

XS
SM
MD
LG