رپورټونه وايي چې د اوکراين د بخموت اوسېدونکي په داسې حال کې له هغه ښاره وځي چې روسيو ځواکونو د وتلو پر پاتې لارو او شاوخوا سيمو بریدونه کړي دي.
د اوکراين چارواکو د مارچ پر څلورمه وويل چې اوکرايني مدافعینو د روسيو ځواکونو د بریدونو په شا تمبولو ته دوام ورکړی دی خو "حالات ترينګلي" دي.
اوکرایني پوځ په بيان کې ويلي چې د دونېڅک سیمې په شاخترسک، افدیېفکا، لېمن او بخموت کې یې تېره ورځ د روسي پوځيانو ۱۵۰ بریدونه په شا تمبولي دي.
د روسیې دفاع وزارت د مارچ پر څلورمه وويل چې د دفاع وزير سېرګې شويګو د جګړې لومړۍ کرښې ته تللی وو.