د لاسرسي ځای

تازه خبر

خواجه اصف: د افغان طالبانو يو پلاوی اسلام اباد ته راځي


خواجه اصف (انځور له ارشیفه)
خواجه اصف (انځور له ارشیفه)

د پاکستان دفاع وزیر وايي، په راتلونکيو څو ورځو کې به له افغانستانه د طالبانو حکومت يو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

خواجه اصف د مارچ پر اوومه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د طالب پلاوي سره به د ترهګرۍ په مخنيوي خبرې کوي. هغه زیاته کړه چې د فبرورۍ پر ۲۲مه، کابل ته د پاکستاني لوړپوړو چارواکو سفر پر مهال طالبانو ته په ټينګار ويل شوي وو چې د افغانستان خاوره بايد د پاکستان په خلاف استعمال نه شي.

د اصف په وينا هغه سفر او خبرې مثبتې وي او هيله لري چې راتلونکې خبرې به هم ښې نتيجې ولري. نوموړي د طالبانو د پلاوي د ورتګ نېټه نه ده ښوولې. د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د خواجه اصف په مشرۍ پلاوی چې پکې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی پخوانی استازی صادق خان او د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر جنرال ندیم انجم هم شامل ول، د فبرورۍ پر ۲۲مه کابل ته تللی وو.

دوی دطالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي ول.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې باختر خبري اژانس هغه مهال په رپورټ کې ویلي ول، د برادر او اصف ترمینځ په کتنه کې پر دوه اړخیزه اړیکو، سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال او د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا پرموضوعاتو خبرې وشوې.

اژانس زیاته کړې وه چې ملا برادر پر دې خبرې ټینګار وکړ چې افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي او باید له یو بل سره ښه تعلقات ولري.

تر دې مخکې د ملا برادر دفتر په بیان کې ویلي ول چې د پاکستان له پلاوي سره یې پر اقتصاد، سوداګرۍ او داراز، د تورخم او چمن پر دروازو د خلکو تګ راتګ په اړه خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند پر رسمي ټوېټر پاڼه د فبرورۍ پر ۲۲مه په بیان کې راغلي ول چې هغه "لوړپوړی پلاوی" د طالبانو له "لنډمهالي حکومت سره د ترهګرۍ پرضد د اقداماتو په ګډون پر امنیتي موضوعاتو خبرې" کوي.

د پاکستان حکومت تور پورې کوي چې له افغانستانه تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) حملې پلانوي او په پاکستان کې بریدونه کوي. ټي ټي پي دا تور ردوي او د طالبانو حکومت دريځ لري چې د افغانستان خاوره د هيڅ هېواد پر ضد نه کاريږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG