د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش بلخ کې د طالبانو د حکومت والي وژنې ذمه واري منلې


ملا محمد داوود مزمل د مارچ پر نهمه په ځانمرګي برید کې ووژل شو - پخوانی انځور.
ملا محمد داوود مزمل د مارچ پر نهمه په ځانمرګي برید کې ووژل شو - پخوانی انځور.

د اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې د طالبانو د حکومت د والي مولوي محمد داوود مزمل د وژلو ذمه واري منلې ده.

داعش د مارچ پر نهمه پر خپله خبري ووبپاڼه اعماق په یوه بیان کې ویلي، برید یوه ځانمرګي کړی دی او د طالبانو د حکومت والي ته د هغه په دفتر کې ځان ورنېږدې کړ او بیا یې حمله وکړه.

تر دې مخکې د "افغانستان ازادي، ملي او اسلامي تحریک" په نوم د طالبانو یوې مخالفې وسلوالې ډلې هم د مارچ پر نهمه ادعا کړې وه چې هغه برید یې کړی دی.

داعش د بلخ لپاره د طالبانو د والي د وژلو مسوولیت په داسې حال کې منلی چې د طالبانو حکومت په وروستیو کې د هغې ډلې پر ضد د یوشمېر اقداماتو او پکې یې د مشکوکو وسلوالو وژنې دعوې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG