د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان بولان کې په بمي چاودنه کې ۱ کس وژل شوی، ۲ ژوبل


د مارچ پر شپږمه په سېوۍ کې پر امنيتي ځواکونو په برید کې یوشمېر پولیس وژل شوي ول. دا انځور تر هغې پېښې وروسته اخیستل شوی دی.
د مارچ پر شپږمه په سېوۍ کې پر امنيتي ځواکونو په برید کې یوشمېر پولیس وژل شوي ول. دا انځور تر هغې پېښې وروسته اخیستل شوی دی.

د بلوچستان په بولان کې د صوبایي اسمبلۍ غړي سردار یار محمد رند د زوی د ګا‌ډو قافله د بمي چاودنې ښکار شوې چې پکې د نوموړي یو ساتونکی وژل شوی دی.

د بولان ضلعې انتظامي مشر فهد شاه راشدي مشال راډیو ته وویل چې په چاودنه کې د رند دوه ساتونکي ژوبل دي.

د راشدي په خبره،‌ له لومړیو معلوماتو ښکاري چې هغه چاودنه د رېموټ کنټرول بم په وسیله شوې ده.

تر اوسه چا د پېښې ذمه واري نه ده منلې.

په بلوچستان کې وخت په وخت پر سیاستوالانو او امنیتي سرتېرو بریدونه او د سړک تر غاړې ښخو بمونو چاودنې کېږي چې مرګژوبله اړوي.

د مارچ پر شپږمه په سېوۍ کې په يوه حمله کې نهه پولیس ووژل او نهه ژوبل شول. تر دې مخکې د مارچ پر څلورمه په ګوادر کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی وو چې پکې یو سرتېری وژل شوی وو او اته ټپیان ول.

XS
SM
MD
LG