د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي اېس اېل: پېښور زلمي او کراچۍ کېنګز خپلې سیالۍ وګټلې


د مارچ پر ۱۲مه د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د لاهور قلندرز بیټر د سوځېدو خوشالي لمانځي.
د مارچ پر ۱۲مه د کراچۍ کېنګز لوبغاړي د لاهور قلندرز بیټر د سوځېدو خوشالي لمانځي.

د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو په سياليو کې پېښور زلمي، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز لوبډلې لاهور قلندرز ته ماتې ورکړه.

د مارچ پر ۱۲مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې لومړی بیټېنګ د پېښور زلمي لوبډلې وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې محمد حارث ۷۹ او بانوکا راجاپکسا ۴۱ منډې جوړې کړې. د اسلام اباد یونایټېډ حسن علي درې وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې ټول لوبغاړي په وروستي اوور کې په ۱۶۶ منډو وسوځېدل او په دې توګه یې له پېښور زلمي څخه په ۱۳ منډو ماتې وخوړه. د پېښور زلمي خرم شهزاد او سفیان مقیم درې، درې وېکټې واخیستې.

تر دې وروسته، د لاهور په قذافي لوبغالي کې لومړی بیټېنګ کراچۍ کېنګز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۶ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې محمد اخلاق ۵۱ او عماد وسیم ۴۵ منډې جوړې کړې. د لاهور قلندرز حسین طلعت او حارث رووف دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د لاهور قلندرز لوبغاړو د کراچۍ کېنګز د توپ اچوونکو (بالرانو) ښه مقابله و نه کړای شوه او نسبتاً ژر، ژر وسوځېدل. د لاهور قلندرز راشد خان د بیټېنګ پر مهال خوږ شو چې له کبله یې هغه له میدانه ولاړ، خو د هغې لوبډلې پاتې نهه واړه لوبغاړي په ۱۹م اوور کې په ۱۱۰ منډو وسوځېدل او دا ډول کراچۍ کېنګز سیالي په ۸۶ منډو وګټله.

د کراچۍ کېنګز پر بریا سربېره هغه لوبډله او کوټه ګلیډیېټرز د پي اېس اېل د روانې اتلولۍ د سیالیو له وروستۍ برخه پاتې شوې.

ټاکل شوې چې د مارچ پر ۱۵مه د پي اېس اېل اتم پړاو سیالیو وروستۍ برخه پیل شي چې پکې به لاهور قلندرز او ملتان سلطانز لوبډلې یو بل ته مخامخېږي. تر دې وروسته د مارچ پر ۱۶مه اسلام اباد یونایټېډ او پېښور زلمي له یو بل سره سیالي لري. د مارچ ۱۵مې او ۱۶مې سیالیو ګټونکې لوبډلې به په پایلوبه کې سره مخامخېږي او بایلونکې لوبډلې به د درېیم مقام لپاره له یو بل سره لوبه کوي.

د پي اېس اېل د روان پړاو سيالۍ د فبرورۍ پر ۱۳مه پيل شوي او د مارچ تر ۱۹مې پورې به روانې وي.

د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي.

د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG