د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي د واګنر وسلوالې ډلې ضد يې جګړې زور اخيستی دی


د اوکراين عسکر پر ټانک ناست د بخموت ښار پر لور روان دی. پخوانی انځور
د اوکراين عسکر پر ټانک ناست د بخموت ښار پر لور روان دی. پخوانی انځور

د اوکراین پوځ وايي په بخموت ښار کې یې د واګنر په نوم روسۍ ملیشې ضد جګړې زور اخیستی خو دې ډلې په پرله پسې توګه د پرمختګ هڅو ته دوام ورکړی دی.

په سیمه کې د اوکراین د پوځ قوماندان اولیکساندر سېرېسکي د مارچ پر ۱۳مه وویل چې د اجرتي قاتلانو واګنر ډله د بخموت ښار مرکز ته د رسېدلو لپاره د اوکرایني پوځ په دفاعي کرښه له بېلا بېلو اړخونو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین پوځ په یو بیان کې ویلي چې واګنر وسله واله ډله له څو میاشتو راهیسې پر بخموت ښار بریدونو کې د روسيې تر ځواکونو وړاندې روانه ده. خو بیان زیاتوي چې اوکرایني ځواکونه د بخموت په جګړه کې دښمن ته د پام وړ زیان اړوي.

اخوا امریکا او غربي هېوادونه وايي، بخموت ښار لږ سټراېټیجیک ارزښت لري او د نیولو لپاره يې د روسيې هڅې څرګندوي چې مسکو د علامتې یا سمبولېکې بریا تر لاسه کولو لپاره څومره لېواله ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG