د بلوچستان په خضدار کې په یوه بمي چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او اته ژوبل دي.
د خضدار انتظامي مشر الیاس کبزي په بیان کې ویلي دي چې پېښه د مارچ پر ۱۴مه ماښام مهال د ښار په بازار کې د ګڼې ګوڼې پر مهال شوې ده.
د ده په خبره، په وژل شویو کې یو ځايي سوداګر امان الله زهری او بل د ځايي خبریال عبدالواحد شاهواني زوی وحید شاهوانی دي.
د خضدار د پولیسو مشر فهد کوسه تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې لومړنۍ پلټنې ښيي چې وسلوالو د زهري په موټر پسې مقناطیسي بم نښلولی وو.
دی وايي، پولیسو او امنیتي سرتېرو د پېښې له ځایه شواهد غونډ کړي او پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
خضدار د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۳۰۰ کېلومیټره لیرې جنوب لوري ته پروت ښار دی.
په بلوچستان کې وخت په وخت پر سیاستوالانو، سوداګرو او امنیتي سرتېرو بریدونه او د سړک تر غاړې ښخو بمونو چاودنې کېږي چې مرګژوبله اړوي.
تر دې مخکې د مارچ پر ۱۱مه د بلوچستان په بولان کې د صوبایي اسمبلۍ غړي سردار یار محمد رند د زوی د ګاډو قافله د بمي چاودنې ښکار شوه چې پکې د نوموړي یو ساتونکی وژل شوی وو او دوه تنه ژوبل شوي ول.
داراز، د مارچ پر شپږمه په سېوۍ کې په يوه حمله کې نهه پولیس ووژل او نهه ژوبل شول. تر دې مخکې د مارچ پر څلورمه په ګوادر کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی وو چې پکې یو سرتېری وژل شوی وو او اته ټپیان ول.