د پاکستان کرکټ بورډ ویلي دي چې د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ د اتم پړاو پایلوبه د مارچ ۱۹مې پر ځای پر ۱۸مه کېږي.
بورډ د مارچ پر ۱۶مه په بیان کې ویلي دي چې دا پرېکړه یې په لاهور کې د "خراب موسم اټکل" ته په کتو کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۶مه د سياليو په وروستۍ برخه کې پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ له یو بل سره سیالي لري.
د مارچ پر ۱۶مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو پیل شوه.
تر دې مخکې، د مارچ پر ۱۵مه ملتان سلطانز لوبډلې لاهور قلندرز ته په ۸۴ منډو ماتې ورکړه او د پي اېس اېل پایلوبې ته ووته. په هغه سیالۍ کې لومړی بیټېنګ ملتان سلطانز وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۰ منډې جوړې کړې. د هغې لوبډلې کېیرن پولارډ ۵۷ او محمد رضوان ۳۳ منډې وکړې. د لاهور قلندرز حارث رووف درې وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د لاهور قلندرز لوبډلې بیټېنګ په درېیم اوور کې د طاهر بېګ او عبدالله شفیق له سوځېدو سره د ستونزو ښکار شو. په څلورم او پینځم اوور کې د هغې لوبډلې دوه نور لوبغاړي وسوځېدل او توپوهنه یې لا ورو شوه. د لاهور قلندرز ټول لوبغاړي په ۱۵م اوور کې په ۷۶ منډو وسوځېدل او سیالي یې وبایلله.
د ملتان سلطانز کېیرن پولارډ په ۵۷ منډو جوړولو او یو لوبغاړي سوځولو د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
ټاکل شوې چې لاهور قلندرز لوبډله د جمعې پر ورځ د مارچ ۱۶مې سیالۍ له ګټونکې لوبډلې سره د پي اېس اېل اتم پړاو د پایلوبې لپاره سیالي وکړي.
د ۲۰ اووره کرکټ د هغې اتلولۍ په سیالیو کې شپږ لوبډلې پېښور زلمي، کوټه ګلېډیېټرز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، اسلام اباد یونایټېډ او کراچۍ کېنګز برخه اخلي. کوټه ګلیډیېټرز او کراچۍ کېنګز د کمو شمېرو له کبله د سیالیو له وروستۍ برخې پاتې شوې دي.
د پي اېس اېل د اتم پړاو دا لوبې د کراچۍ، راولپېنډۍ، ملتان او لاهور په لوبغالو کې کېږي چې پکې یوشمېر بهرني لوبغاړي هم برخه اخلي.