د لاسرسي ځای

تازه خبر

داعش په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت مخې ته د برید مسوولیت منلی


په کابل کې د مارچ پر ۲۷مه د بهرنیو چارو وزارت مخې ته له چاودنې وروسته د سیمې یو انځور.
په کابل کې د مارچ پر ۲۷مه د بهرنیو چارو وزارت مخې ته له چاودنې وروسته د سیمې یو انځور.

د اسلامي دولت وسلوالې ډلې يا داعش خراسان څانګې په کابل کې د بهرنيو چارو وزارت ودانۍ مخې ته د بريد مسوولیت منلی دی.

رویټرز اژانس تېره شپه (د مارچ پر ۲۷مه) ناوخته د داعش د ټېليګرام چېنل په حواله دا خبر ورکړی دی.

په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته په پرونۍ چاودنه کې د یو ماشوم په ګډون شپږ کسان ووژل شول او ۱۲ نور ژوبل شول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر (يوناما) په کابل کې د دغې چاودنې په اړه په غبرګون کې ویلي چې دا ډول حملې "د منلو وړ نه دي".

یوناما په دې اړه په یوه ټویټ کې وویل، دا د منلو وړ نه ده چې پر افغانانو د عادي ژوند په حال کې حملې کېږي.

داعش د دغه برید مسولیت داسې مهال منلی چې د مارچ پر ۲۶مه د طالبانو د حکومت استخباراتو وویل چې يوه اوونۍ وړاندې یې مزار شریف کې د داعش درې مهم مشران وژلي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د مارچ پر ۲۷مه پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د داعش خلاف عملیات له دغې ډلې سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د ژمنو عملي کول دي.

XS
SM
MD
LG