پاکستان ویلي دي چې روانه اوونۍ د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي.
د امریکایي ولسمشر جو بایډن ادارې ۱۲۰ نړیوالو مشرانو ته د مارچ پر ۲۹مه او ۳۰مه په واشنګټن کې په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
د کوسټا ریکا، نېدرلینډز (هالینډ)، جنوبي کوریا او زامبیا حکومتونه د هغې غونډې ګډ کوربانه دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۸مه په بیان کې د بلنې لپاره د امريکا او شريکو کوربنو مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد به "د جمهوري اصولو د ودې او پیاوړتيا لپاره له امريکا او د سرمشریزې له شريکو کوربنو سره کار وکړي."
دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د پیسو د نړیوال مالياتي صندوق (ای اېم اېف) د پور پروګرام بحالۍ ته لېواله دی.
شنونکي فکر کوي چې د اسلام اباد پرېکړه له چین سره د پاکستان له ستراتیژیکو اړیکو سره مستقیم تړاو لري چې د ترکیې په ګډون سرمشريزې ته نه دی بلل شوی.
بلخوا هند او تایوان ته د ولسواکۍ (ډېموکراسۍ) په سرمشريزه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.