د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمر لرونکې لوبډله سري لنکا ته له ماتې ورکولو سره د درو هېوادونو يو ورځنيو سياليو پايلوبې ته ووته.
د مارچ پر ۲۸مه په متحده عربي اماراتو کې په سیالۍ کې افغان لوبډلې د ۳۲۴ منډو هدف ټاکلی وو چې سري لنکا یې په ځواب کې په ۵۰م اوور کې ۳۱۹ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
په هغه سیالۍ کې د افغانستان لپاره په توپوهنه کې لوبډلمشر نعمان شاه ۱۱۶، سهېل خان او محمد هارون خان په ترتیب سره ۵۲ او ۵۶ منډې جوړې کړې.
په سيالي کې د سري لنکا لوبډلمشر هم سلیزه ووهله او په ۱۴۰ منډو وسوځېد.
په لوبه کې د افغانستان چټک توپ اچونکي بشیر احمد افغان د سري لنکا اووه لوبغاړي وسوځول او د سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
د درو هېوادونو سياليو پايلوبه د مارچ په ۳۰مه نېټه د افغانستان او بنګلادېش ترمينځ په متحده عربي اماراتو کې کېږي.