د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د هدفي بريدونو پرضد غونډه شوې


د کورمې شپږو قبيلو له انتظامیې غوښتنه کړې ده چې د وروستیو هدفي بریدونو پلټنې وکړي او د نورو حملو مخه دې ونیسي ــ انځور له ارشيفه
د کورمې شپږو قبيلو له انتظامیې غوښتنه کړې ده چې د وروستیو هدفي بریدونو پلټنې وکړي او د نورو حملو مخه دې ونیسي ــ انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا د کورمې شپږو قبيلو له انتظامیې غوښتنه کړې ده چې د دوو کلیو پر اوسېدونکو دې د وروستیو هدفي بریدونو پلټنې وکړي او د نورو حملو مخه دې ونیسي.

هغوی دا غوښتنه پرون (د مارچ پر ۳۰مه) تر هغې وروسته په یوه غونډه کې وکړه چې د مارچ پر ۲۵مه د سیمې په لانجمن ځنګله کې د ګیدو یو اوسېدونکی په ډزو کې ژوبل شو. تر دې یوه ورځ وروسته په ځنګله کې د عبدالاسا کلي د یوه اوسېدونکي سوځېدلی مړی وموندل شو.

د منګل قوم مشر ملک منور خان پرون مشال راډیو ته وویل، په ځنګله کې د خلکو په نښه کول په سیمه کې حالات ترینګلي کولای شي.

د پیواړ یو ځايي مشر او د بلدیاتي ادارې یوه چارواکي اصغر حسین د هدفي حملو او پکې د مرګژوبلې غندنه کړې ده او وايي، د هغې سیمې خلک په پېښه کې ککړ نه دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د مارچ ۲۵مې او ۲۶مې حملې چا کړې دي.

مشال راډيو په دې اړه د سیمې د پولیسو له مشر محمد عمران سره په رابطې و نه توانېده خو یوه امنیتي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډيو ته وویل، د پېښو پلټنې روانې دي او په سیمه کې پولیسو ګزمې پیل کړې دي.

په بره کورمه کې د پیواړ علیزي د ګیدو له منګلو سره د ځنګل پر ملکیت لانجه لري چې پر سر یې په ۲۰۲۱ز کال کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان ووژل او ۱۵ ژوبل شول.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG