د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبليو ايف پي: که فنډ ترلاسه نکړو، ميليونونو افغانانو ته مرستې بندوو


د ۲۰۲۲ز کال په جون کې خوست ته د خوراکي توکو تر رسولو وروسته د خوړو نړیوال پروګرام لارۍ خپل منزل ته روانې دي.
د ۲۰۲۲ز کال په جون کې خوست ته د خوراکي توکو تر رسولو وروسته د خوړو نړیوال پروګرام لارۍ خپل منزل ته روانې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ايف پي وايي، که په اپرېل کې یې ۹۳ میلیونه ډالره ترلاسه نکړل نو په افغانستان کې به ميليونونو بې وزلو خلکو ته د مرستو ورکړه ودروي.

دې ادارې د اپرېل پر لومړۍ نېټه پر ټویټر لیکلي چې د مرستو نه ترلاسه کېدو په صورت کې دوی مجبور دي چې پر نهه میلیونه افغانانو مرستې بندې کړي.

په بیان کې ویل شوي چې د خوړو نړیوال پروګرام په سمدستي توګه ۹۳ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې په اپرېل میاشت کې ۱۳ ملیونه افغانانو ته مرسته ورکړي. د دوی په وینا، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره به یې ۸۰۰ میلیونه ډالر په کار وي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې چې کله طالبانو حکومت نیولی، بې روزګاري زیاته شوي. ملګرو ملتونو ويلي چې د اقتصاد خرابوالي له وجې خلک ډير غریب شوي او په مليونونو خلک مرسته ته ضرورت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG