د خیبرپښتونخوا په کواټ کې تېر ماخوستن (د اپرېل پر درېيمه) دوه پولیسان وژل شوي دي.
د خيبر پښتونخوا پوليسو نن (د اپرېل پر څلورمه) پر خپله فېسبوک پاڼه ليکلي چې پوليس کانسټېبل قاسم خان او محمد اياز تېر ماخوستن په تپي سيمه کې د تراويح لمانځه د امنيت لپاره دندې تر سره کولو ته پر لاره ول چې "نامعلومه وسلوالو" ډزې ورباندې وکړې او ويې وژل.
بيان زياتوي چې د وژل شويو دواړو پوليسانو تعلق د کواټ له ميروزۍ سيمې سره دی.
د دې بريد مسوليت تر اوسه چا نه دی منلی خو پر امنيتي سرتېرو د زياتره دا ډول بريدونو مسوليت تحريک طالبان پاکستان وسلواله ډله مني.
د پوليس بيان وايي چې د وژل شويو پوليس سرتېرو د جنازې لمونځ تېره شپه (د اپرېل پر درېيمه) په کوهاټ کې وشو.