د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په بلخ کې د داعش د ۶ غړو د وژلو ادعا کړې


د راپورونو لهمخې، د اپرېل پر درېيمه په مزار شريف کې د طالبانو او داعش وسلوالې ډلې نښتې څو ساعته دوام وکړ ــ انځور له ارشيفه
د راپورونو لهمخې، د اپرېل پر درېيمه په مزار شريف کې د طالبانو او داعش وسلوالې ډلې نښتې څو ساعته دوام وکړ ــ انځور له ارشيفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، مزار شریف ښار ته نېږدې په نهر شاهي ولسوالۍ کې يې تصفیوي عملیات د اسلامي دولت يا داعش وسلوالې ډلې د شپږو غړیو په وژلو پای ته رسېدلي دي.

محمداصف وزیري تېره شپه (د اپرېل پر درېيمه) مشال راډیو ته وویل چې طالبانو په نهر شاهي ولسوالۍ کې د داعش پر یوه پټنځای عملیات وکړل.

نوموړي د دې نښتې په ترڅ کې طالب ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو په اړه څه ونه ویل. داعش وسلوالې ډلې هم لا تر دې دمه د پرونۍ نښتې په اړه څه نه دې ويلي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو او داعش وسلوالو ترمينځ دې نښتې څو ساعته دوام وکړ. تر دې وړاندې هم د دواړو لوريو ترمېنځ ځو ځلې په مزار شريف کې نښتې شوې دي.

د روان ۲۰۲۳ز کال د مارچ پر نهمه په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بلخ ولايت والي، ملا محمد داود مزمل په يوه چاودنه کې وژل شوی وو چې مسوليت يې د اسلامي دولت يا داعش وسلوالې ډلې خراسان څانګې منلی وو.

يادې ډلې ويلي وو چې مزمل يې د يو ځانمرګي بريد په نتيجه کې وژلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG