د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا پوځ په شام کې د داعش وسلوالې ډلې يو مشر وژلی


داعش وسلوالې ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې د عراق او شام پر زیاترو برخو کنټرول تر لاسه کړ چې بيا وروسته په دواړو هېوادونو کې له ماتې سره مخ شوه ــ انځور له ارشيفه
داعش وسلوالې ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې د عراق او شام پر زیاترو برخو کنټرول تر لاسه کړ چې بيا وروسته په دواړو هېوادونو کې له ماتې سره مخ شوه ــ انځور له ارشيفه

د امریکا پوځ د اپریل پر دریېمه په شام (سوريه) کې د اسلامي دولت وسلوالې ډلې یا داعش یو مشر وژلی دی.

د امریکا مرکزي قوماندې نن (د اپرېل پر څلورمه) په یو بیان کې ويلي چې خالد احمد الجبوري په اروپا کې د داعش د حملو منصوبه جوړونکی وو او د داعش ډلې د مشرتابه په جوړښت کې يې مهم رول درلود.

داعش وسلوالې ډلې په ۲۰۱۴ز کال کې د عراق او شام پر زیاترو برخو کنټرول تر لاسه کړ چې بيا وروسته په دواړو هېوادونو کې له ماتې سره مخ شوه.

ملګرو ملتونو په فبرورۍ کې په يو راپور کې ويلي وو چې داعش په شام او عراق کې له ۵،۰۰۰ څخه تر ۷،۰۰۰ پورې غړي او ملاتړي لري چې زیاتره یې جنګیالي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG