د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو ډله وايي ایراني رژیم د مظاهرو په تور ۵۳۷ کسان وژلي


په ايران کې د مهسا اميني تر وژلو وروسته پراخې مظاهرې وشوې ــ انځور له ارشيفه
په ايران کې د مهسا اميني تر وژلو وروسته پراخې مظاهرې وشوې ــ انځور له ارشيفه

د بشري حقونو یوې ډلې ويلي چې د ایران امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۲ز کال په سېپټېمبر میاشت کې پر مظاهرچیانو د فشارونو په لړ کې لږترلږه ۵۳۷ کسان وژلي دي.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو ډلې د اپرېل پر څلورمه ویلي، په هغه موده کې د مظاهرو د تورونو په تړاو څلور کسان اعدام شوي او تر ۳۰۰ زیات کسان په همدې موده کې په نورو تورونو په دار ځړول شوي دي.

دې ډلې دا کړنې د ايراني رژیم له خوا د ټولنې د ډارولو په معنا يادې کړې دي.

په ایران کې د د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په نیمايي کې د پوليسو په توقيف کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې. هغه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب په "سمه توګه" نه مراعتولو په تور نيول شوې وه.

د ایران چارواکو د هغو احتجاجونو پر وړاندې له فشارونو کار واخیست چې د بشري حقونو ډلې وايي، مظاهرچیان "په مستقیم ډول په مرمیو هم ویشتل" شوي دي.

د ایران د بشري حقونو ډلې مخکې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۸۸ یاد کړی وو.

بل خوا ایراني رژیم د مهسا اميني د وژنې خلاف مظاهرې "د بهرنيانو دسيسه" بللې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG