د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډانلډ ټرمپ د خپل کاروبار په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په ۳۴ قضیو کې تورن شوی


ټرمپ د اپرېل پر څلورمه په نيو يارک کې له خپلو وکيلانو سره عدالت ته وړاندې شو.
ټرمپ د اپرېل پر څلورمه په نيو يارک کې له خپلو وکيلانو سره عدالت ته وړاندې شو.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپل کاروبار په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په ۳۴ قضیو کې تورن شوی دی.

نوموړي د اپرېل پر څلورمه د نیو یارک یوه عدالت ته د حاضرېدو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او و يې وويل چې "بېګناه" دی.

څارنوالانو په یوه قضیه کې دی تورن کړی چې دوو ښځو ته یې له ده سره "د جنسي اړیکو پټولو" لپاره پیسې ورکړې دي.

د ټرمپ پر ضد د دعوې په متن کې ادعا شوې چې هغه د ۲۰۱۶ز کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې د ځان په اړه د "منفي معلوماتو" خپرولو په مخنیوي کولو د انتخاباتو قانون مات کړی دی.

ټرمپ د امریکا په برحاله او متقاعدو ولسمشرانو کې لومړی کس دی چې جنايي تورونه ورباندې لګېدلي دي.

د ټرمپ مدافع وکیل ټاډ بلانچ بیا ویلي دي چې د قضيې تر پایه به د خپل موکل دفاع ته دوام ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG