د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن وايي د ملګرو ملتونو پر افغانو ښځينه کارکوونکو د طالبانو بندیز اندېښمن کړی دی


اینتني بلېنکن په ملګرو ملتونو کې د وينا په وخت - انځور له ارشيفه
اینتني بلېنکن په ملګرو ملتونو کې د وينا په وخت - انځور له ارشيفه

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن وایي، د ملګرو ملتونو افغانې کارکوونکې له کاره منع کول د طالبانو يو بل د غندنې وړ عمل دی چې دې یې اندېښمن کړی دی.

نوموړي د اپرېل پر شپږمه پر ټوېټر ليکلي چې دا اقدام هغه زیانمن شوي افغانان له خطر سره مخامخوي چې پر بشري مرستو يې تکيه ده.

نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې افغانانو ته دې لومړيتوب ورکړي او خپله پرېکړه دې بېرته واخلي.

ملګرو ملتونو ويلي چې د اپرېل پر پينځمه ورته په افغانستان کې د طالبانو حکومت خبر ورکړ چې افغانانې یې منع کړې دي او نورې بايد دفترونو ته ولاړې نه شي.

د دې په غبرګون کې ملګرو ملتونو د اپرېل پر پينځمه په افغانستان کې خپلو ټولو افغان کار کوونکو ته وويل چې تر بل امر پورې دې دفترونو ته نه ورځي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ هم د اپرېل شپږمه پر ټوېټر ليکلي چې د طالبانو د پرېکړې د غندنې په لړ کې له ملګرو ملتونو سره ولاړ دی.

نوموړي ویلي، د طالبانو هغه پرېکړه ځوروونکې ده او دا يې یو بل ګام شاتګ بللی چې د ده په خبره، زیان یې افغان ولس ته رسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG