د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د ګرانۍ پرضد احتجاج شوی دی


د احتجاج یو ګډونوال نظیر بازي مشال راډیو ته وویل چې د ولس په استازیتوب په روژه کې د ګرانۍ خلاف راوتي دي.
د احتجاج یو ګډونوال نظیر بازي مشال راډیو ته وویل چې د ولس په استازیتوب په روژه کې د ګرانۍ خلاف راوتي دي.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې د مدني فعالانو ټولنو د اپریل پر اوومه د ګرانۍ پر ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

د کمېشنر او ډپټي کمېشنر دفتر مخې ته راغونډو شویو احتجاج کوونکو وویل چې حکومت دې د هغو دوکاندارانو او کاروبار کوونکو خلاف کارروايي وکړي چې د خوراکي شیانو بیې یې په خپله پورته کړې دي.

د احتجاج یو ګډونوال نظیر بازي مشال راډیو ته وویل چې د ولس په استازیتوب په روژه کې د ګرانۍ خلاف راوتي دي.

د احتجاج ځینو برخه والو تور پورې کړ چې د دوی په وینا، "دوکاندارانو دا ګراني د ځایي انتظامیې سره په ملتیا جوړه کړی ده."

احتجاج کوونکو دړکه وکړه چې که ضلعي انتظامیې خوارکي توکي ارزان نه کړل نو د اعلا وزیر ودانۍ مخې ته به پرلت ووهي.

د سوداګرو د اتحادیې مشر رحیم اغا مشال راډيو ته وویل چې د خوراکي شیانو بیې دوی نه بلکه ضلعي انتظامیې په خپله خوښه ټاکلې دي.

د بلوچستان د اعلا وزیر سلاکار بابر یوسفزي مشال راډيو ته وویل چې هیڅوک به نه پرېږدي چې په خپله خوښه قیمتونه مقرر کړي.

نوموړي وویل چې د ګرانۍ جوړونکو دوکاندارنو خلاف یې وار له مخه ګامونه پورته کړي دي او یو شمېر دوکانداران یې نیولي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG