د لاسرسي ځای

تازه خبر

صدیقه وسمقي: د حجاب په اړه د ایراني حکومت دریځ مذهبي نه بلکې سیاسي انګېزه لري


صدیقه وسمقي هغه د دې قانون له امله له مخالفینو سره د مالي، جسماني، ټولنیز، اخلاقي، رواني او سیاسي پایلو مسؤول بللی دی.
صدیقه وسمقي هغه د دې قانون له امله له مخالفینو سره د مالي، جسماني، ټولنیز، اخلاقي، رواني او سیاسي پایلو مسؤول بللی دی.

د ایران وتلې ښځینه دیني عالمې صدیقه وسمقي د اسلامي جمهوریت لخوا د لازمي حجاب قانون په اړه د هغه هيواد پر ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي پوښتنې راپورته کړې دي.

صدیقه وسمقي هغه د دې قانون له امله له مخالفینو سره د مالي، جسماني، ټولنیز، اخلاقي، رواني او سیاسي پایلو مسؤول بللی دی.

وسمقي خامنايي ته په یوه لیک کې د ايران د حجاب په اړه د یو فرضي دیني قانون په تفسیر نیوکه وکړه او د ايران د حجاب قانون یې تر پوښتنې لاندې راوست. نوموړې وویل، د دې مسلې په اړه د حکومت دریځ مذهبي نه بلکې سیاسي انګېزه لري.

په ایران کې د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر په نیمايي کې د پوليسو په بند کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته پراخې مظاهرې پیل شوې. هغه د سېپټېمبر پر ۱۳مه د حجاب په سمه توګه نه مراعتولو په تور نيول شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG