د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين په بخموت کې سخته جګړه روانه ده


اوکراينی سرتيری پر روسيوو ځواکونو د توپ ډزې کوي - انځور له ارشيفه
اوکراينی سرتيری پر روسيوو ځواکونو د توپ ډزې کوي - انځور له ارشيفه

د اوکراین په ویجاړ شوي ښارګوټي بخموت کې د اپرېل پر ۱۵مه د اوکراینو او روسي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

د روسیې ځواکونو له میاشتو راهیسې د اوکراین بخموت سیمه محاصره کړې ده.

د اوکرایني پوځ ویاند سرحي چريواتې حکومتي ټيليویژن ته ویلي چې د بخموت ښار په مرکز کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ بې سارې نښتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دې ځای ته نیږدې په سلووينڅک سیمه کې د روسیې د برید له کبله د مړو شمېر ۱۱ ته رسېدلی دی.

د اوکراین د بېړنیو حالاتو ادارې کارکوونکي لا هم د هغو ودانیو تر ملبې لاندې په خلکو پسې ګرځي چې د اپرېل پر ۱۴مه روسیو ځواکونو په توغندیو ویشتلې وې.

روسیو ځواکونو ۵ ودانۍ، ۵ کورونه، یو سکول او یوه سرکاري ودانۍ په نښه کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG