د ایران عدلیې ویبپاڼه وايي چې د امنيتي ځواک لسو غړو ته د اوکرایني شرکت د یوې الوتکې ویشتلو په جرم کې د قید سزا اورول شوې ده.
په ۲۰۲۰ کال کې لوېدلې، دې الوتکه کې ناست ۱۷۶ کسان وژل شوي وو. میزان ویبپاڼې د اپریل پر ۱۶مه ویلي چې يو قومندان ته د لسو کلونو او نورو نهو کسانو ته له یو کال څخه تر دریوو کلونو پورې د بند سزا اورول شوې ده.
وېبپاڼې زیاته کړې چې د الوتکې د ویشتلو په برخه کې د قومندان اقدام "د حالاتو په اړه د هغه نا پوهي وه او هغه دا ګمان کاوه چې ګواکې دا الوتکه د دښمن ده."
د اوکراین نړیوال شرکت دا الوتکه د ۲۰۲۰م کال د جنورۍ پر اتمه کییف ته روانه وه چې راغورځېده.
تر پېښې وروسته ایراني چارواکیو د الوتکې له ویشتل کېدو انکار کړی وو خو څو ورځې وروسته یې ومنله چې د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران انقلاب اسلامي) په غلطۍ سره دا الوتکه ویشتلې ده.
دا پېښه په داسې وخت کې شوې وه چې د عراق په پلازمینه بغداد کې په امریکايي ډرون کې د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک یو مشر قاسم سلېماني د وژل کېدو پر سر د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې وې.