د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي پر ښځو بندیزونو د افغانستان ټولنیز او اقتصادي حالت خراب کړی دی


په جینیوا کې د بشري حقونو د دفتر مخې ته د ملګرو ملتونو بېرغ رپاند دی - پخوانی انځور
په جینیوا کې د بشري حقونو د دفتر مخې ته د ملګرو ملتونو بېرغ رپاند دی - پخوانی انځور

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان د ښځو پر تعلیم او کار سختو محدودیتونو د هغه هېواد ټولنیز او اقتصادي وضعیت خراب کړی دی.

ادارې د اپرېل پر ۱۸مه پر ټوېټر په بیان کې خپل وروستي راپور ته اشاره کړې چې پکې اټکل شوی دی چې هغه محدودیتونه به ویجاړوونکې پایلې ولري.

راپور د اپرېل پر ۱۸مه خپور شوی چې پکي راغلي چې که طالبانو د ملګرو ملتونو پر افغان ښځینه وو کارکوونکو د کار بندیز لیرې نه کړ نو په مې میاشت کې به له هېواده د وتلو زړه بوږنوونکې پرېکړې ته اړ شي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي چارو ادارې مشر اخیم شټاینر اسوشیېټېد پریس اژانس ته ویلي، د ملګرو ملتونو چارواکي د طالبانو له حکومت سره په خبرو بوخت دي او هیله لري چې هغوی به یې ښځینه همکارانو ته استثنا او د کار اجازه ورکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG