د لاسرسي ځای

تازه خبر

جي اووه ټولنې له اوکراینه د غلې د برامد موافقې د مودې غځولو غوښتنه کړې ده


اوکراین د تور سمندرګي له لارې د څه د پاسه ۲۷ مېلیونه ټنه غلې د برامدولو اجازه لري ـ پخوانی انځور
اوکراین د تور سمندرګي له لارې د څه د پاسه ۲۷ مېلیونه ټنه غلې د برامدولو اجازه لري ـ پخوانی انځور

د اووه لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې (جي اووه) د کرنې چارو وزیرانو د تور سمندرګي له لارې د اوکراینۍ غلې د برامد (صادرولو) لپاره د مهمې موافقې د مودې غځولو، په بشپړ ډول عملي کولو او پراخولو غږ کړی دی.

د هغو هېوادونو د زراعتي چارو وزیرانو دا غوښتنه د اپرېل پر ۲۳مه په ګډ بیان کې کړې ده.

د ملګرو ملتونو او ترکیې په ملاتړ هغه موافقه تېر کال په استنبول کې لاسلیک شوې وه چې ورسره سم، اوکراین په تور سمندرګي کې له خپلو یوشمېر بندرونو څخه د څه د پاسه ۲۷ مېلیونه ټنه غلې د برامدولو اجازه لري.

روسیې چې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر خپل ګاونډي اوکراین یرغل وکړ، جدي اشاره یې ورکړې ده چې د مې تر ۱۸مې وروسته د موافقې د عملي کېدو اجازه نه ورکوي.

مسکو دعوه کوي چې د دې لامل دا دی چې د خپلې غلې او کیمیاوي سرې د برامد لپاره یې د اسانتیاوو ورکولو غوښتنې لا نه دي منل شوې.

XS
SM
MD
LG