د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند صوبه کې د موټرو ټکر ۱۸ کسان وژلي


په سېوڼ کې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د يوې ټرافیکي پېښې انځور چې ۲۰ کسان پکې وژل شوي ول.
په سېوڼ کې د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د يوې ټرافیکي پېښې انځور چې ۲۰ کسان پکې وژل شوي ول.

د پاکستان په سيند صوبه کې په دوو بېلابېلو ټرافيکي پېښو کې ۱۸ کسان مړه شوي دي.

سرکاري خبري اژانس ليکلي چې د اپرېل پر ۲۴مه سېوڼ شريف ته پر لاره يو موټر له يو ټرالر سره ټکر شو چې له وجې یې ۱۳ کسان مړه او اووه زخميان شول. د سيند صوبې د کرنې وزیر جام خان شورو د پېښې ځای ته ورغلی وو او پر خپله ټويټر پاڼه یې ليکلي چې زخميان روغتون ته رسول شوي دي.

د هغه په وينا دغه کسان د لال شهباز قلندر زیارت ته روان ول چې ټکر یې وکړ.

بلخوا د پاکستان سرکاري راډيو په يو خبر کې ويلي چې د اپرېل پر ۲۴مه په يوه بله پېښه کې د سيند صوبې په جامشورو ضلع کې يو مساپر وړونکی بس له سړکه لوېدلی چې په نتيجه کې يې پينځه کسان مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG