په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د شاوخوا ۳۰ سیاسي مخالفانو او فعالانو غونډه په دويمه ورځ (د اپرېل پر ۲۵مه) په ويانا کې دوام لري.
د اتريش په سرښار ويانا کې د يوې څېړنيزې ادارې په مرسته جوړه شوې دا درې ورځنۍ غونډه د اپرېل پر ۲۶مه پای ته رسېږي.
د غونډې ځينو ګډونوالو د اپرېل پر ۲۵مه مشال راډیو ته وويل چې هغه غونډه د يوې سياسي اجماع رامينځ ته کولو لپاره جوړه شوې چې په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت فشار راولي چې له خپلو "سختدريځيو" تېر شي او د هېواد ټولو وګړو ته په درناوي درلودلو سره يو "ټولشموله" حکومت رامينځ ته کړي.
په ويانا کې تر دې وړاندې هم په ۲۰۲۲ز کال د طالبانو سياسي مخالفانو غونډه کړې وه.
د اتریش د څېړنیزې ادارې مشر ولفګنګ پیټریچ ويلي چې په افغانستان کې تر هغه وخته سوله نه شي راتلای ترڅو د ټولو قومونو او مذهبي ډلو د ګټو ملاتړی اساسي قانون جوړ نه شي او عادلانه ټاکنې د نړیوالو تر څارنې لاندې ونه شي.
خو طالبانو د ټولشموله حکومت د جوړولو غوښتنې په کلکه رد کړې او ادعا کوي چې د دوی موقت حکومت ټولشموله دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د ویانا غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې يې دا ډول شوې غونډې رد کړې چې په وينا يې "ازمویل شوي" کسان يې جوړوي.
ويانا کې په داسې حال کې د طالبانو د مخالفو کسانو غونډه جوړه شوې چې ټاکل شوې د مې پر لومړۍ او دويمه نېټه د قطر په سرښار دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په اړه غونډه وشي.