د سیند صوبې په جیکب اباد کې له برمته ګرو سره په نښته کې د بلوچستان صوبې شپږ پولیسان وژل شوي دي.
د بلوچستان د ډېره الله یار ضلعې د پولیسو مشر سردار حسن موساخيل د اپرېل پر ۲۶مه رسنیو ته ویلي چې د پولیسو او سړي تښتوونکو تر مینځ په ډزو کې یو پوليس ژوبل شوی هم دی.
نوموړي زياته کړې چې د اپریل پر ۲۵مه نا څرګنده وسلوالو د بلوچستان د ډېره الله يار ضلعې د ځايي تاجر زوی فرقان سومرو تښتولی وو او د سیند جیکب اباد ته یې وړی وو. پولیسو د هغه د خوشې کولو لپاره هلته عملیات پيل کړي ول.
د عملیاتو لپاره د ډېره الله یار ضلعې له مرکزي ښار جعفر اباد څخه اول درې پولیس په تښتووونکو پسې تللي ول چې وروسته د کاروايي لپاره نور پولیس ور وغوښتل شول.
چارواکي وایي، دا مهال هم د سیند د جیکب اباد په کچه سیمه کې د وسله لرونکو برمته ګرو خلاف عملیات روان دي چې پکې د بلوچستان او سیند صوبو پولیس په ګډه برخه اخلي.
د بلوچستان اعلا وزیر میرعبدالقدوس بزنجو د پولیسو پر وژنه خواشیني څرګنده کړې او ویلې یې دي چې د سیند حکومت په مرسته به ډېر ژر ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپارل شي.
کچه د سیند صوبې هغې سيمې ته ویل کېږي چې له خیبر پښتونخوا څخه د هند سمندر په لور بهېدونکي سیند، اباسین (دریای سیند) پر دواړو غاړو پرته ده.
دا پر سلګونو کیلومیټره غځېدلې سيمه ده چې زیاتره برخه یې د پاکستان د ځنګلاتو د محکمې ده. په دې سیمه کې زیاتره وخت د پولیسو او غلو ترمینځ نښتې کېږي چې مرګ ژوبله اړوي.