د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او چين د "شريکو اهدافو" ترلاسه کولو لپاره پر همکارۍ ټينګار کړی


چين ويلي، غواړي د پاکستان له پوځ سره همکاري ژوره او پراخه کړي او په شريکه د سيمه ييزې سولې او ثبات ساتنه وکړي ــ پخوانی انځور
چين ويلي، غواړي د پاکستان له پوځ سره همکاري ژوره او پراخه کړي او په شريکه د سيمه ييزې سولې او ثبات ساتنه وکړي ــ پخوانی انځور

پاکستان او چین موافقه کړې چې د خپلو شریکو اهدافو ترلاسه کولو او سیمه يیزې سولې او ثبات لپاره په ټولو میدانونو کې همکارۍ ته وده ورکړي.

د پاکستان وزيراعظم شهبازشریف د اپرېل پر ۲۷مه پر خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي چې له خپل چينايي سيال لي چيانګ سره يې د ټېلېفون له لارې "هر اړخيزې او ګټورې" خبرې وکړې.

نوموړي ليکلي د خبرو پر مهال يې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سيپېک) په ګډون یې د دواړو هېوادونو نوښتونو ته بیا کتنه وکړه.

شهباز شريف زياته کړې چې د پاکستان لپاره يې "د چین د نه ستړي کېدونکي ملاتړ" د ستاینې په ترڅ کې په "اساسي مسلو" کې له چین سره د پاکستان "کلک ملاتړ" تکرار کړ.

شهباز شريف او لي چيانګ د اپرېل پر ۲۷مه په داسې حال کې ټېلېفوني خبرې کړي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منير د اپرېل له ۲۵مې راهيسې د چين په څلور ورځني سفر تللی دی.

د چين مرکزي پوځي کمېشن مرستيال مشر ويلي، غواړي د پاکستان له پوځ سره همکاري ژوره او پراخه کړي او په شريکه د سيمه ييزې سولې او ثبات ساتنه وکړي.

رویټرز خبري اژانس د چین د دفاع وزارت له خولې ویلي چې یانګ یوشیا دغه څرګندونې د اپرېل پر ۲۶مه په بیجینګ کې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره د کتنې پر مهال وکړې.

XS
SM
MD
LG