د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان يو ځل بیا نیوزیلينډ ته ماتې ورکړه


فخر زمان د لوبې ګټل لمانځي
فخر زمان د لوبې ګټل لمانځي

پاکستان کرکټ لوبډلې د اپرېل پر ۲۹مه په دوېمه يوه ورځنۍ سيالۍ کې نيوزيلينډ ته په ۷ ويکټو ماتي ورکړه.

نيوزيلينډ لومړی بيټينګ وکړ او په ټاکل شوي ۵۰ اوورنو کې يې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۳۳۶ منډې جوړې کړي. په ځواب کې یې پاکستان دا هدف په ۴۸ اوور کې د ۳ لوبغاړو په اوټ کېدو پوره کړ.

د پاکستان لوبغاړي فخر زمان ۱۸۰ منډې جوړي کړي او د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د پاکستان او نيوزيلينډ ترمنځ درېمه يوه ورځني لوبه به د مې پر درېمه په کراچۍ کې کيږي. د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځوو یو ورځنۍ سیالیوو د لوبلړۍ اولنۍ لوبه هم پاکستان ګټلې وه.

د نيوزيلینډ کرکټ لوبډله د اپرېل پر ۱۱مه پاکستان ته ورسېده او لومړی يې هلته له کوربه هېواد سره پينځه ۲۰ اوريزه لوبې وکړې چې دوه پاکستان او دوه نيوزيلېنډ وګټلې او يوه لوبه بې نتيجې پاتې شوه. دا ډول هغه لوبلړۍ مساوي پاې ته ورسېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG