د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکيې ولسمشر په شام کې د داعش د مشر د وژنې ادعا کړې


د ترکیې ولسمشر خپلو پوځيانو سره ګوري - انځور له ارشیفه
د ترکیې ولسمشر خپلو پوځيانو سره ګوري - انځور له ارشیفه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ادعا کړې ده چې د هېواد استخباراتي ځواکونو یې په شام کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر وژلی دی.

اردوغان د اپرېل پر ۳۰مه په ټيليويژن وويل چې ابوحسین القریشي د اپريل پر ۲۹مه ووژل شو.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور تر مخه، د ترکیې استخباراتي ایجنټانو او د ترکیې ملاتړ لرونکو پوځي محلي پولیسو د عفرین سیمې په شمال لويدیځ کې یوه برخه محاصره کړې وه. د هغه په وينا القریشي همدغلته له منځه يووړل شو.

تر اوسه داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي. سي اين اين ټيليويژن ليکلي‌چې القریشي د داعش څلورم مشر دی چې وژل کيږي. نوموړی په شام کې د تير کال په نومبر کې د دې ډلې د يو بل مشر تر وژل کېدو وروسته د "اسلامي دولت ډلې خلیفه" اعلان شوی وو.

فرانس پریس خبري اژانس د ځایي خلکو له خولې ويلي چې عملیات په یوه وچه هغه کرونده کې شوي چې د مدرسې په توګه کارول کېده.

د ترکیې ځینې ځواکونه له ۲۰۲۰ز کال راهیسې د شام په شمال کې مېشته دي او هلته یې سنګرونه جوړ کړي دي.

داعش له ۲۰۱۳ز کال راهیسې د شام او عراق په ځینو برخو کې پیدا شو. یو کال وروسته یې د دواړو هیوادونو ځیني لوی ښارونه قبضه کړل چې بیا وروسته نړیوالو او د سیمې ځواکونو ترې بېرته ونیول. اوس هم هغه ډله د عراق او شام په ځینو برخو کې نفوذ لري.

ملګري ملتونو او اروپایي اتحادیې ترڅنګ یو شمېر هیوادنو داعش د ترهګرو ډلو په لیست کې اچولې ده.

XS
SM
MD
LG